سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ او مودي د دوزخ په لوري لاس تر لاس نیولي روان دي
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ او مودي د دوزخ په لوري لاس تر لاس نیولي روان دي

خبر:

ټرمپ او د هند لومړي وزیر نرندرامودي د دوشنبې په ورځ په هند کې د ۱۱۰۰۰۰کسانو په ګډون خپله ملګرتیا لاپسې پیاوړې کړه. (سرچینه: ان بي سي خبر) (Source: nbcnews )  سر

تبصره:

یو څه چې د ټرمپ او مودي تر منځ ګډ ارزښت جوړوي، هغه له اسلام او مسلمانانو څخه د دوی نفرت دی. په ټوله نړۍ کې چې د مسلمانانو پر وړاندې سخت ظلمونه او جنایتونه کېږي، تر شا یې د دوی دواړو لاسونه حتمي وي. په ټوله کې د پورتنیو دواړو رهبرانو ملاتړ له یو بل څخه، د دوی د مقابلو ګټو پر اساس دی. د مودي لخوا د ټرمپ په څېر د یو نژادپال رهبر ستاینه کول، په حقیقت کې د دوی دوه مخیتوب په ډاګه کوي. په وروستیو اتو میاشتو کې د ټرمپ او مودي تر منځ دا پنځمه لیدنه ده. 

مودي په کور دننه او کشمیر کې پر مسلمانانو سخت ظلم ته دوام ورکړی او  په دریو همسایه هېوادونو کې یې د کفارو لپاره پر مسلمانانو د بریدکولو ظالمانه قانون جوړ کړی دی. هندوستان د تابعیت د تثبیت په قانون کې دویم ډېر نفوس لرونکي خلک (مسلمانان) له تابعیت اخیستلو څخه محروم کړل او دغه کړنه یې په طبیعي ډول له مسلمانانو سره تعصب ښکاره کوي. که چېرې تاسو او یا ستاسو نیکونو په ۱۹۴۷م کال په هندوستان کې ژوند کړی وی، نو دا خبره بیا په ښه ډول درته په ډاګه کېدله چې په هندوستان کې څنګه مسلمانان په ملي کچه د تذکرې له اخیستلو څخه بې برخې کېږي. د هندوستان له نفوس څخه خبرتیا او دغه وروسته پاتې کېدل به ډېر خلک د تذکرې له نه لرلو سره مخ کړي. د ټرمپ په امر مودي هغه چا ته د ګوجرات د اتل لقب ورکړ، چې د ګوجرات په قصاب یې شهرت درلود.

ټرمپ په دغه لیدنه کې له مودي څخه پر مننې کولو سربېره له هندوستان سره د ۳ بیلیونه ډالرو په ارزښت دفاعي معامله هم وکړه. دغه دفاعي معامله به د هندوستان وسلوال ځواک نور هم پیاوړی کړي، په دې معنا چې د هغه ځناور غاښونه به نور هم تېره کړي، چې له وړاندې د مسلمانانو په څيرولو بوخت دی. بل خوا ټرمپ له پاکستان څخه مننه کوي، ترڅو د باجوا-عمران رژیم همداسې مغرور وساتي او د کشمیر له مسلمانانو سره له مرستې کولو سترګې پټې کړي.

له کلونو راهیسې د کشمیر مسلمانان د ازادۍ لپاره جګړه کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ هسې لاپې ولي او له کفري هېوادونو سره یو ځای نظامي تمرینونه کوي. د فبروري په ۲۵مه د دوشنبې په ورځ هغه مهال ۴ کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شول، چې د ټرمپ د لیدنې پر خلاف یې لاریون وکړ. له مسلمانو لاریونوالو سره هڅې قانوني چلند ونشو او د پولیسو لخوا سخت ووهل شول. اسلامي امت باید اوسمهال په دې پوه شي چې د دوی اتحاد څومره اړين دی، ترڅو د اسلامي خلافت په تاسیس سره خپل حقونه خوندي کړي. مسلمانان په نړیواله کچه هر ډول ځورول کېږي او د دغو ټولو ستونزو یوازنۍ حللاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت بیاځلي تاسیس دي.

 ﴿وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ

[ال عمران:۵۴]

ژباړه: کفار پلانونه جوړوي او الله سبحانه وتعالی هم پلانونه جوړوي، خو الله سبحانه وتعالی ښه پلان جوړوونکی دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: اخلاق جهان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې